د چارلي چاپلین تاریخي لیک خپلې لورته !!!
ښايي ډېر لوستونکي به د چارلي چاپلين له نوم سره اشنا وي ، نوموړي هغه مهال چې لا دپرنګي سينما توره سپينه وه د کوميډي فلمونو يو وتلی لوبغاړی او مسخرچي وو . پر دې سربېره نوموړې پروډيوسر لېکوال او د فلمونو ډايريکټر هم وو . چارلي د ١٨٨٩ ميلادي کال د اپريل په ١٦ لندن کې زېږيدلی او په ١٩٧٧ مېلادي کال کې په سويزرلينډ کې ومړ .
د چاپلين له نوم سره په لويدېځه نړی سربېره د ختيځې نړۍ ډېر وګړي هم دده د کوميډي فلمونو له لارې اشنا دي. ويل کېږي چې نوموړي اته اولادونه لرل خو په دې ټولو کې يې يوه لور د (( جارالډين )) په نوم د سينما لوبغاړې ده چې دا مهال د سينمايي هنر په نړی کې ښه شهرت لري .
څو کاله دمخه کله چې جارالډين غوښتل نوي د سينما نړی ته ننوزي ، چاپلين ورته يو ليک ليکلی چې د نړی يو له ښکلو او له شوره ډکو ليکنو نه دی . ددې ليک ژباړه
ستاسو په وړاندې ده .
چارلي چاپلین د سینما یو له منل شوو نابغه ګانو ځنی دی. کله چی هغه دبري لوړو پوړونو کې وو، د «اونا اونیل» سره یی واده وکړه اودهغې نه د ۷یا ۸ اولادونو پلار شو، مګر له هغوي ځنی یواځي یو تن چې جرالدین نومیده، تمثیل یی له پلاره په میراث وړې ده او څو کلونه کیږي چې د سینما په نړۍ کې په فعالیت بوخته ده او اتفاقآ هغه هم د خپل پلار په شان لوړشهرت او افتخارته رسیدلۍ ده او هنري غونډې پرې حساب کوي.
څو کاله وړاندې کله چې جرالدین غوښته چې تازه دهنر نړۍ ته پښه کیږدي، چارلي هغې ته لیک ولیکه چی دنړۍ په ښکلو او شور جوړوونکو لیکونو په سر کې يې ځای ونیوه او د شک پرته هر لوستونکی او اوریدونکی فکر کولو ته اړباسي.
جارالډينې لورکۍ !
دلته شپه ده ، د ژمي او نوي کال يوه شپه . زما په وړه کلا کې ټول بې وسلې ساتونکي ويده دي ، نه دې ورور نه دې خور ان چې مور دې هم نه ده وېښه . په سخته مې وکړی شول پرته له دې چې دا ويده مرغان راپورته شي ، خپل ځان دې وړې نيمه روښانې او د مرګ څخه مخکې د انتظار خونې ته را ورسوم .
زه له تا ډېر لرې يم ، ډېر لرې ......... خو سترګې مې ړندې شه که يوه شېبه به هم ستا انځور زما له سترګو لرې شي .
ستا انځور که هلته په مېز دی ، خو دلته زما د زړه پر سر هم دی . خو ته چېرې يې ؟
هلته په پاريس کې د (( شانزلېزه )) په پرتمينه صحنه کې په جادوګره توګه ناڅي . په دې پوهېږم ، او داسې ده لکه د شپې په دې چوپتيا کې چې ستا د قدمونو اهنګ اورم او د ژمې په دې تيارو کې دې د سترګو ځلا وينم .
اوريدلي مې دي په هغه پرتمينه ننداره کې ستا رول د هغې اېرانۍ شهزادګۍ دی چې د تاتار خان بندېوانه ده . شهزادګۍ اوسه ، ستوری اوسه او وځلېږه !
خو ،
که د نندارچيانو د ستاينې نه ډک شورماشور او دهغو ګلانو د خوشبوی مستۍ چې دراستوي يې درته د اوښيارتيا وخت درکړ نو په يو ګوټ کې کېنه ، زما ليک ولوله او دپلار غږ ته دې غوږ ونيسه ! زه ستا پلاريم . جارالډين ! زه چارلي چاپلين يم .
کله چې وړه وي اوږدې شپې دې سر ته ناست يم او کېسې مې درته کړي دي ، په ځنګل کې د وېدې ښاپېرۍ کېسه ، په صحرا کې د ويښ ښامار کېسه ، بوډيو سترګو ته چې به مې خوب راغی نو په بدو ردو به مې ورته ويل :
- ځه ولاړ شه ! زه مې د خپلې لورکۍ په خوب کې ويده يم . خوب مې لېده جارالډين ....... خوب ....
ستا د سبا خوب ، ستا د نن خوب . د صحنې په منځ کې به مې يو نجلۍ ليدله چې نڅيدله ، لکه داسمان پرښته .
اوريدل مې چې نندارچيانو ويل :
_ نجلۍ ته مو پام دی ؟ دا د هماغه بوډا مسخرچي لور ده . نوم دې په ياد دی ؟
_ چارلي .
هو زه چارلي يم ، زه له يو بوډا مسخرچي پرته نور څه نه يم ، نن ورځ ستا وار دی ونڅېږه ! زه له خپل هغه پراخ او شکېدلي کميس سره نڅيدم او ته د شهزادګانو جامو کې وناڅه .
دا نڅاوې او تر دې زيات د نندارچيانو د چک چکو غږونه به کله ناکله تا اسمان ته يوسي . ولاړه شه ، هلته ولاړه شه ، خو کله ځمکې ته هم راځه او د خلکو د ژوند ننداره وکړه .
د تيارو کوڅو په ګوټونو کې هغه کوڅه ډبې نڅا ګرې وګوره چې په وږي نس ناڅي او پښې يې له بينوايۍ لړزېږي .
جارالډين ، زه يو له همدوی نه وم .
په هغو شپو کې ، ستا د کوچنيوالي په هغو افسانوي شپو کې به مې چې ته په الاهو ويده شوي ، زه به ويښ پاتې وم او ستا څېرې ته به مې کتل ، ستا د زړه درزا به مې شمېرله . له خپله ځانه به مې پوښتل: چارلي! ايا د پيشونګوری به يو وخت تا وپېژني ؟
................خو اوس ته ما نه پېژني . هماغه اوږدې شپې وې او بس
تا ته مې ډېرې کېسې ويلي دې . خو خپله کېسه مې درته کله هم نه ده ويلې ، دا هم د اوريدو وړ يو داستان دی .
د هغه وږي مسخرچي داستان چې د لندن تر ټولو پستو او خيرنو کوڅو کې يې سندرې ويلي، نڅيدلو او خيرات يې ټولوه ، دا زما داستان دی . ما د لوږې مزه څکلې ده . ما د بې کوری درد ليدلی دی او تر دې ډېر ما د هغه کوڅه ډب مسخرچي رنځ ګاللی چې د غرور سمندر يې په زړه کې څپې وهلي خو د يو ځان خوښي لاروي د يوې سکې خيرات دا سمندر وچوه .
خو له دې هر څه سره سره زه ژوندي يم . او د ژونديو په اړه مخکې له هغې چې مړ شي بايد خبري ونه شي . زما داستان ستا په درد نه خوري ، له تا نه به وغږيږو :
په تا پسې زما نوم دی . چاپلين . په همدې نوم مې د څلويښتو کلونو نه ډېرد مځکې د سر وګړي خندولي دي خو د هغوی له خندا څو چنده زيات مې خپله ژړلي .
جارالډين ! په هغه نړۍ کې چې ته ژوند کوي ېوازې په کې رقص او موسيقي نه ده .
نيمه شپه کله چې د تياتر له پرتمين تالار نه د باندې راووزې نو هاغه ستا بډای ستايونکي له يوې مخې هېر کړه . خو د هغه ټيکسي چلونکي حال و پوښته چې تا تر کوره رسوي ، پوښتنه ترې وکړه ، او د ښځې د حال پوښتنه يې هم وکړه او که د ښځې په نس يې بچی و او د جامو اخيستلو لپاره يې پيسې نه لرلې ، چک را وباسه او په پټه يې د مېړه جيب کې ورته کېږده . د پاريس په بانګ کې مې خپل استازي ته ويلي چې ېوازې ستا دا ټول لګښتونه پرته له ولې ؟ او څه لپاره ؟ ومني خو د نورو لګښتونو لپاره بايد له خپلې بانګي شمېرې کار واخلې .
کله نه کله په ښاري بس يا ميټرو کې هم ګرځه ، خلک وګوره او لږ تر لږ ه يو ځل له خپل ځان سره ووايه (( زه هم يوه له همدوی نه يم )) ته يوه له همدوی نه يې لورکۍ ! او ترې ښه نه يې .
هنر مخکې له دې چې يو چاته د الوت دوه وزرې ورکړي ډېر کله يې دوه پښې هم ور ماتوي . .........
کله چې هغې پړاو ته ورسېدې چې ځان دې د خپلې نڅا د نندارچيانو نه لوړ وګاڼه . په هماغه شېبه صحنه پرېږده او خپل ځان د پاريس يو ګوټ ته ورسوه ، زه هغه ځای ډېر ښه پېژنم له پېړيو راهېسې هغه د چينګړيانو د پسرلني راټو ليدو زانګو ده ، هلته به د خپل ځان په شان نڅاګرې وګورې ، تر تا ښکلې ، تر تا چالاکه او مغرورې . هلته د (( شانزليزه )) د تياتر په شان د رڼا شيندونکيو څراغونو هيڅ درک نه شته ، د چينګړي نڅا ګرو رڼا شيدونکي څراغ يوازې د سپوږمۍ رڼا ده . وګوره ، ښه ورته وګوره ! ايا له تا نه ښې نه نڅېږي ؟
لورکۍ دا ومنه تل داسې څوک شته چې تر تا ښه نڅېږي ، همېشه څوک شته چې تر تا ځان ښه بولي ، او په دې پوه شه چې د چارلي په کورنۍ کې تر اوښه دومره خپل سری څوک نه دی پيدا شوی چې يو ټيکسي چلونکي او يا يو عمر خوړلي سوالګري ته بد ووايي .
زه ښايي مړ شم او ته ښايي ژوند وکړي ، زما هيله داده چې هيڅکله په بې وزلی کې ژوند ونه کړې . ددې ليک سره مې يو سپين چک دراستولی دی هر څومره پيسې چې دې په کار وي ويې ليکه او وايې خله . خو تل کله چې دوه فرانکه لګوي ، له ځان سره ووايه : (( دويمه سکه زما نه ده دا د يو نومورکي چا ده چې نن شپه يو فرانک ته اړتيا لري .))
ډېره لټون ته اړتيا نه شته دا نومورکي کسان که هر چېرې وغواړي موندل کېږي .
که د پيسو او سکو په اړه له تا سره غږېږم ددې لپاره چې د شيطان ددې بچيانو له ځواک ، جادو او تيرويستنې ښه خبر يم ، ما اوږد عمر په لوږه تېر کړی دی . تل او هره شېبه مې په رسۍ د ګرځيدونکيو بند بازانو په شان چې په نري پړي روان وي انديښنه کړې ده . خو لورکۍ دا يو شی تا ته وايم :
د مځکې د سر استواره وګړي د نرې پړي د پاسه د روانو بند بازانو نه ډېر بې ټيکاوه را پرېوزي .
ښايي يوه شپه ددې نړۍ تر ټولو د ګران بيه الماس ځلا تا تېر باسي . هاغه شپه به همدا الماس ستا لپاره هماغه بې ټيکاوه پړی وي . او پرېوتنه به دې حتمي وي .
ښايي يوه ورځ د يو شهزاده ښکلي څېره تا راماته کړي . په هغه ورځ به نو ته نابلده بندبازه يې او نابلده بندبازان تل لوېږي .
زړه په زرو او زيورو پورې مه تړه ، ځکه ددې نړۍ تر ټولو لوی الماس لمر دی او له نيکه مرغه لمر د هر چا په غاړه ځلېږي .
خو که کله دې زړه د يو سړي په لمرينه څېره پورې وتاړه ، له هغه سره يو زړه واوسه ، مور ته مې دې ويلي دي چې په دې اړه درته ليک وليکي ، هغه عشق له مانه ډېر ښه پېژني ، او د يوزړوالي د تعريف لپاره له مانه هغه غوره ده . ستا کار ستونزمن دی ، په دې پوهېږم .
په ننداره کې د يونازک ټوکر پرته څه شی نه شته چې ستا تن پټ کړي . د هنر لپاره کولای شي لوڅه اوبربنډه صحنې ته ورشې او تر هغې پټه او تر هغې باکره بيرته راستنه شې خو:
خو په دې نړی کې هيڅ شی او هيڅ څوک نه شته چې ددې وړ واوسي څو يوه نجلۍ د هغه په خاطر د خپلې پښې يو نوک هم لوڅ کړي .
بربنډوالی زموږ د زمانې ناروغي ده ، يا زه بوډا يم او ښايي خندونکي خبرې کوم . خو زما په ګومان ستا بربنډ بدن بايد د هغه چاوي چې بربنډ روح سره يې مينه ولرې .
بده نه ده که په دې اړه ستا باور د لسو کلونو مخکې باور وي ، هغه د پټوالي د دورې باور وېرېږه مه دا لس کاله به تا نه زړوي ........
چارلي چاپلين
منبع : په فیسبوک کې د لغمان رسمي پاڼه
https://www.facebook.com/Laghman1
مطالب مشابه :
تصاویربسیارزیباودیدنی ازشانزه ليزه پاريس
آدرس سایتهای جالب و شانزليزه پاريس از زاويه اي ديگر جام جم آنلاين:
نامه چارلي چاپلين به دخترش ژرالدين:
دانشگاه پویش قم - نامه چارلي چاپلين به دخترش ژرالدين: - وبلاگ دانشجویان دانشگاه پویش قم
بهترين ازگوشه وكنار جهان
مجسمه يخي كه از روي مجسمه اگوست رودن الگوبرداري شده و در خيابان شانزليزه در ادرس های
الهه شرقی 7
- بريم شانزليزه قهوه بخوريم. درصورت بروز هرگونه مشكل ادرس بعدي وب ما اينه:
فریاد زیر آب 1
فكر كردي خيابوناي اينجا شانزليزه است؟ درصورت بروز هرگونه مشكل ادرس بعدي وب ما اينه:
ساختمانهای مدرن
ادرس ارسال شايان اگوست تبديل بتن مسلح به يك نوع مصالح معماري بود كه در تئاتر شانزليزه اين
د چارلي چاپلین تاریخي لیک خپلې لورته !!!
( شانزليزه نو هیله ده چی له مونږ سره د ویبپاڼې په اړه نظرونه په لاندی ایمیل ادرس او یا
رمان الهه شرقی 7
كه مادر داده بود رفت، ولي هر بار دست خالي برگشته بود و كيميا ناچار آدرس - بريم شانزليزه
برچسب :
آدرس شانزليزه